دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۴:۱۹
د مطلب کود : 136840
حکومت دې د اساسي قانون له ماتولو لاس واخلي
د ولسي جرګې ځینې غړي دولت د اساسي قانون په ماتولو تورنوي، دوی دولت ته وايي چې د اساسي قانونه له ماتولو دې ډډه وکړي.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی : د ولسي جرګې غړی وایی چې دولت د نوو کاندید وزیرانو نه معرفي، د برېښنایي تذکرو نه وېش او د امنیتي ننګونو نه کابو کول هغه موارد دي چې حکومت یې په عملي کولو کې ناتوان دی.

په همدې حال کې د ولسي جرګې دوهم مرستیال ټینګار کوي چې حکومت باید د بوديجې په لګښت او څارنه او د خلکو د ژوند په بدلون کې جدي اقدامات وکړي.

ولسي جرګه یوه نیمه میاشت ژمنۍ رخصتي پیلوي، خو د ولسي جرګې غړو د روان کال په وروستیو کاري ورځو کې له حکومت وغوښتل چې نور قانون ماتونه پای ته ورسوي او سترې ننګونې چې خلک ورسره مخامخ دي، حل کړي. دوی د نوو کاندید وزیرانو نه معرفي، د برېښنايي تذکرو نه وېش او د ناامنیو نه کابو کول د حکومت کمزورتیاوې وبللې.

د ولسي جرګې غړی غلام‌حسین ناصري وايي: “د حکومت له وجود څخه دوه ډلې د اساسي قانون ماتوونکي دي چې د يوې برخې يې ولسمشر په سر کې دی او بله ډله هغه بې واکه شوي وزيران دي چې لا هم په خپلو څوکيو ناست دي، حکومت بايد په دې برخو کې جدي عمل وکړي.”

د ولسي جرګې غړی خلیل‌احمد شهید زاده وايي: “د سرپرستانو موضوع ډېره اندېښنه پاروونکې ده، حکومت بايد دې اندېښنې ته د پای ټکی کېږدي او نه بايد چې قانون تر پښو لاندې کړي.”

په همدې حال کې د ولسي جرګې دوهم مرستیال ټینګار کوي چې د حکومت او ولسي جرګې تر منځ یوه لانجمنه مساله د بوديجې نه لګښت و، خو د نوي کال د بوديجې په تصویب سره حکومت باید د بوديجې په لګښت کې جدي اقدامات وکړي.

د ولسي جرګې دويم مرستيال نعمت‌الله غفاري وايي: “د سږ کال بوديجه په يوه ښه نيت سره تصويب شوه، له ولسمشر او د بوديجې د لګښت له ارګانونو هيله کوو چې په ښه توګه يې ولګوي، څو د خلکو په ژوند کې بدلون راشي.”

ولسي جرګې روان کال کې څلورپنځوس عمومي غونډې درلودې چې په کې استجوابیه، استماعیه او استیضاح غونډې هم شاملې وې او دغه راز یې څلور دېرش مصوبې وروستۍ کړې او شل نړیوال هوکړه لیکونه د ولسي جرګې لخوا تایید شول.
https://avapress.com/vdchk-nzv23nx6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته