دخپریدو نیټه :شنبه ۲ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۴
د مطلب کود : 136925
د پاکستان استخبارات د سولې د بهیر د ناکامۍعامل دی
په داسې حال کې چې د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان حکومت د سیاسي اجماع په نه درلودو تورنوي، خو د سولې عالي شورا د افغانستان د جګړو د دوام لامل پاکستان بولي.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی : د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو د څانګې مسؤول محمد اسمعیل قاسمیار نن پنجشنبې وویل چې، د سیمې په ځانګړي توګه د پاکستان د پوځی استخباراتو د سازمان مداخله د افغانستان د سولې د بهیر پروړاندې خنډ دی.

ښاغلي قاسمیار وویل:«د امریکا متحده ایالتونه،ناټو او نور ملګري هېوادونه له موږ سره کېني او ارزونه وکړي که‎چېرې ماته یې خوړلې،نه دی شوی نه دي توانېدلي نو یوه نوې تګلاره دې جوړه کړي.»

په داسې حال کې چې د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان حکومت د سیاسي اجماع په نه درلودو تورنوي، خو د سولې عالي شورا د افغانستان د جګړو د دوام لامل پاکستان بولي.

دا شورا په وروستي یوه کال کې خپلې لاسته راوړنې له طالبانو سره د خبرو په کار کې له تېرو تېروتنو څخه درس اخیستل بولي . د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز په خپلو نویو څرګندونو کې د افغان حکومت له مشرانو غوښتي له دې زیات اسلام اباد د افغانستان د امنیتي وضعیت د خرابېدو مسؤول ونه بولي او پرځای یې له طالبانو سره په خبرو کې خپل ګونګ سیاست روښانه کړي.

د نوموړي په وینا په دې اړه د کابل سیاست جوت نه دی چې آیا له طالبانو سره د ترهګرو په شان چلند وکړي او که د سیاسي قدرت په توګه. خو د افغانستان د سولې عالي شورا په دې اړه داسې غبرګون ښيي.

ښاغلي قاسمیار په دې اړه هم وايي:«له دې چې د پاکستان په تمه وو او چې هغوی موږ ته د خبرو اترو ته حاضر کړي،له بده مرغه زه دومره وایم چې تر کاسې لاندې نیم کاسه ده.»

د سولې عالي شورا همداراز له ترهګرۍ سره د جګړې پر بې پایلې پاتې کېدو نیوکه کوي.

د پایداره سولې د تګلارې د څېړنو د بنست رییس مسعودترشتوال څرګنده کړه:«کولای شو چې ووایو چې له بده مرغه تراوسه کومه محسوسه لاسته راوړنه نه‎ ده لرلې.»

له بلخوا د سولې، رسنیو او ښې حکومتوالۍ انسټېټیوټ په کابل کې په یوه غونډه کې د خلکو، حکومت او رسنیو د اړیکو د څرنګوالي او همداراز د سولې او ثبات د ټینګښت د لارو چارو په اړه بحث وکړ.

د سولې،رسنیو او ښې‎ حکومتوالۍ انسټېټیوټ مسؤول حمید اکبر وویل:«زموږ د پروګرام موخه د حکومت،خلکو او رسنیو ترمنځ د اړیکو زیاتوالی دی.»

په دې لړ کې د سولې په ټینګښت کې د دیني عالمانو او رسنیو رول هم اغېزمن بلل کېږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو مرسیتاله سیده مژګان مصطفوي وايي:«د دین عالمان او رسنۍ کولای شي د سولې او ټیګاو په برخه کې ښه ونډه ولوبوي.»

په دغې غونډه کې په داسې حال کې له طالبانو سره د سولې د خبرو پر پيلولو ټینګار وشو چې د ۲۰۱۶ زیږدیز کال په مې میاشت کې په پاکستان کې د بهرنیو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو په برید سره د طالبانو د پخواني مشر ملااخترمحمدمنصور له وژل کېدو وروسته دا بهیر له بندون سره مخامخ شو.
https://avapress.com/vdcb50b8srhbf9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته