د ملي امنیت ویلی، دملی امنیت لوی ریاست منسوبینو په ننګرهار کې د وسله والو اړوند د مقناطيسي ماينونو د جوړولو يو ماهر نيولی دی.
ننګرهار ولایت کي یو وسله والو نیول شوی دی
4 دلو 1395 ساعت 11:02
د ملي امنیت ویلی، دملی امنیت لوی ریاست منسوبینو په ننګرهار کې د وسله والو اړوند د مقناطيسي ماينونو د جوړولو يو ماهر نيولی دی.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د دغه ریاست نه خپره شوې خبر پاڼه که راغلی دي، یو کس د بریالی په نامه د جلال آباد ښار نیول شوی دی.
سرچنیو زیاتیوی، د وسله والو طالبانو دغه غړي د جلال آباد په اړوندو برخو کې د مقناطيسي ماينونو د جوړولو ترڅنګ د مخورو کسانو په وژلو او ماينونو ځای پر ځای کولو کې هم لاس درلود.
خبر پانه راغلی دی، پر بنسټ نوموړی د شپږو مقناطيسي ماينونو او دوه ميله بې غږه توفنګچو سره يو ځای د غازي امان الله خان ښارګوټي کې د ملي امنيت ځواکون له لورې هدف ته تر رسيدو مخکې ونيول شو.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه څه ندی ویلی.
د مطلب کود: 137055