کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا کارزده‌کړې پروګرام څخه د ۸ افغانو ښځينه انجینرانو فراغت

6 دلو 1395 ساعت 0:13

د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې څخه ۸ افغانې انجینرې فارغې شوې، دې ادارط تر اوسه ۲۳ ښځې روزلې دي.


د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې دغه پروګرام د کابل پوهنتون او پولیتخنیک پوهنتون مهندسي، زغنیز، او میخانیکي انجنیرۍ ښځینه زده‌کوونکو ته د کار زده‌کړې موکې چمتو کوي.

له یادې ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د کار زده‌کړې پروګرام په لړ کې ښځینه زده‌کوونکو ته د انجینري او مهندسي عملي کارونو اړخونه وښودل او د مسلکي او خپلمنځي مهارتونو پیاوړي کولو لپاره ورته موکې چمتو شوې وې.

د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې رئیس ښاغلي هربرټ سمیټ وویل «د کار زده‌کړې دغه پروګرام اغیزې به د زده‌کوونکو د فراغت نیټې څخه وروسته لاپسې روښانه شي.»

ښاغلي سمیټ زیاته کړه «موږ په افغانستان کې د بریالیو او ماهرو ښځو یو داسې شبکه جوړوو چې په انجینري او معمارۍ برخو کې به د افغانو ښځو لپاره د یو ځواکمن راتلونکي رامنځته کول او د افغانستان راتلونکي روښانولو لپاره کار وکړي.»

د کار زده‌کوونکو ته د ډیزاین او ګډو هڅو، د کار ساحې څخه لیدنې، پروګرام مدیریت، او د پروژو پلي کولو موکې چمتو شوي.

سربیره پر دي هغوی سره مرسته وشوه او وهڅول شوې چې د خپل مسلک په بنسټ شته کاري فرصتونو ته غوښتنلیکونه واستوي . د یو کال کار زده‌کړې پروګرام پای ته رسولو وروسته ۷ تنه یې د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې پروګرامونو له خوا په کار وګمارل شوې. د کابل پولیتخنیک پوهنتون محصلینو چارو مرستیال ښاغلي محمد الله ابراهیمي، د انجینريانجینري او مهندسي ښځینه زده‌کوونکو ته د کار زده‌کړې موکو برابرولو لپاره د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې پروګرام اغیزمن بولي.

د امریکا نړیوالې پراختایې ادارې د کار زده‌کوونکې زلیخا احمدي وویل «د کار زده‌کړې پروګرام ما سره مرسته وکړه چې په خپل مسلک کې کار کولو لپاره یو روښانه لید لوری ترلاسه کړم.»

د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې افغان ښځو انجینري او مهندسي کار زده‌کړې پروګرام به د ۲۰۱۹ کال پورې دوام ومومي.


د مطلب کود: 137161

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/137161/د-امریکا-کارزده-کړې-پروګرام-څخه-۸-افغانو-ښځينه-انجینرانو-فراغت

آوا
  https://www.avapress.com