کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان د هلمند د برشنا څلور برابره څخه ډیر پیسی په جیب وهی

7 دلو 1395 ساعت 15:44

د هلمند ولایتی شورا او ځینی اوسیدونکی وایی چی طالبان دهغه صرفیی پیسو څخه چی برشنا شرکت د خلګو څخه اخلی، څلور برابره اضافه پیسی د خلګو څخه اخلی.
د هغوی په وینا، طالبان دهر ولسوالی څخه په سلهاوو زرو افغانی میاشتنۍ په جیب وهی.


د آفغان غږ آوا(آژانس) د خبرګزاری له مخی، دا اوسیدونکی او ولایتی شورا وایی چی د موسا قلعه، سنګین او کجکی ولسوالیو د برشنا صرفیی پیسی طالبان ځانته راټولوی.
هغوی اضافه کوی، په دی ولسوالیو کی ۳ زړه د اوبو څاه ګانی جوړ سوی دی چی طالبان هر میاشت یو ځل ۱۸۰۰ افغانی د هغه پمپونو د برشنا څخه اخلی چی ددی څاه ګانو څخه اوبه راپورته کوی. عبدالمجید آخندزاده، د هلمند ولایتی شورا معاون وایی چی طالبان د ټولو شماری ولسوالیو د برشنا پیسی چی ۶۰۰ زړه کلداری کیږی په جیب وهی.
هغه هم د طالبانو څلور برابرو اضافه پیسی اخیستنه د هلمند په ځینو سیمو کی قبلوی.
سلام وطندار ولیکله، نصرالله قانع، د هلمند د برشنا رئیس په یو خبری ناسته کی وایی چی هغوی یواځی د لشکرګاه او ګرشک د اوسیدونکو د برشنا د صرفیه د راټولولو صلاحیت لری او د نورو ولسوالیو د برشنا پیسی راټولونه د طالبانو په لاس کی دی.
د ویلو وړ دی چی هلمند د ۳۶ میګاواتو انرژی څخه ۱۲ میګاواټه یی کندهار ته ځی، ۶ میګاواټه یی د هلمند پر ولسوالیو باندی ویشل سوی دی چی د حکومت تر تصرف لاندی دی او نور هغه ولسوالیو ته ځی چی د طالبانو تر تصرف لاندی دی.


د مطلب کود: 137255

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/137255/طالبان-د-هلمند-برشنا-څلور-برابره-څخه-ډیر-پیسی-په-جیب-وهی

آوا
  https://www.avapress.com