کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د شولو پروسس ته فابریکه جوړه شوه

8 دلو 1395 ساعت 8:29

په ننګرهار کې د شولو پروسس فابریکي مسوولین وايي؛ دا په ختیځ ولایتونو کي د شولو د پروسس لومړنۍ فابریکه ده، چي په هرساعت کي ۵ ټنه وریجی پروسس او تیارولی شي.


د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : د مسوولینو په وینا؛ دا فابریکه د ننګرهار په بهسودو کې جوړه شوې، چې یونیم میلیون امریکايي دالر لګښت پرې راغلی دی.
د فابریکې مشر غلام نبي زیاتوي؛د دغه لګښت ۱۵ په سلو کې د امریکا نړیوالې پراختیایي مؤسسې او نورې د فابریکې جوړوونکي شرکت سمیع ابراهیم لګولې دي.
نوموړي دا هم په ډاګه کړې، دا فابریکه په سیمه کې۴۰۰۰ بزګرو او کارګروته د کار زمینه برابروي. د ننګرهار کرنې ریاست وايي؛ ددغې فابریکې جوړیدلکولی شي، چې نور سوداګر هم په دې برخه کې پانګونې ته وهڅوي او د سیمې بزګر پر ځان بسیا کړي.


د مطلب کود: 137281

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/137281/په-ننګرهار-کې-د-شولو-پروسس-ته-فابریکه-جوړه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com