دخپریدو نیټه :شنبه ۹ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۳
د مطلب کود : 137299
د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د خیالي سرتېرو شتون د امنیتي ځواکونو د بدنامولو لپاره د مخالفینو ناکامه هڅي دي
تر هغې وروسته چې د افغانستان د بیا رغوني لپاره د امریکا ځانګړې مفتش یا سیګار په خپل راپور کې وویل، چې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې لاهم په زرګونو خیالي سرتیري شته والې لري چې د امنیتي ځواکونو په وړاندي یې د افغانانو ګڼي اندېښنې را وپاورلې.
د افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې : خو د ملي دفاع وزارت ویاند تورنجنرال دولت وزیري د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د خیالي سرتېرو شته والې ادعا په کله ردوي او ورته ادعاوي د افغان ځواکونو د بدنامولو لپاره د هیواد د مخالفینو ناکام تبلیغات بولي.
په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت زیاتوي چې ټول سرتیري یې د امنیتي ځواکونو لیکو ته د بایو میتریک سیستم له لاري داخلیږي.
دا په داسي حال کې ده چې برېتانیا هم په افغانستان کې د خیالي سرتیرو شته والې د اندېښنې وړ مسله بللې وه، برېتانوي ځواکونو ویلي و چې دوی د افغان ځواکونو په روزنه کې ونډه اخلي خو د خیالي سرتیرو شته والې د جدي اندېښنې وړ مسله ده.
د دوی په باور افغان حکومت باید د خیالي سرتیرو په اړه جدي اقدام وکړي، دا مسله وڅېړي او هغه کسان چې د خیالي سرتیرو په رامنځته کولو او د هغو د امتیازونو په اخیستلو کې لاس لري د قانون منګولو ته وسپاري.
https://avapress.com/vdcgyu9qyak9wx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته