کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملي دفاع وزارت :

د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د خیالي سرتېرو شتون د امنیتي ځواکونو د بدنامولو لپاره د مخالفینو ناکامه هڅي دي

9 دلو 1395 ساعت 9:33

تر هغې وروسته چې د افغانستان د بیا رغوني لپاره د امریکا ځانګړې مفتش یا سیګار په خپل راپور کې وویل، چې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې لاهم په زرګونو خیالي سرتیري شته والې لري چې د امنیتي ځواکونو په وړاندي یې د افغانانو ګڼي اندېښنې را وپاورلې.


د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : خو د ملي دفاع وزارت ویاند تورنجنرال دولت وزیري د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د خیالي سرتېرو شته والې ادعا په کله ردوي او ورته ادعاوي د افغان ځواکونو د بدنامولو لپاره د هیواد د مخالفینو ناکام تبلیغات بولي.
په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت زیاتوي چې ټول سرتیري یې د امنیتي ځواکونو لیکو ته د بایو میتریک سیستم له لاري داخلیږي.
دا په داسي حال کې ده چې برېتانیا هم په افغانستان کې د خیالي سرتیرو شته والې د اندېښنې وړ مسله بللې وه، برېتانوي ځواکونو ویلي و چې دوی د افغان ځواکونو په روزنه کې ونډه اخلي خو د خیالي سرتیرو شته والې د جدي اندېښنې وړ مسله ده.
د دوی په باور افغان حکومت باید د خیالي سرتیرو په اړه جدي اقدام وکړي، دا مسله وڅېړي او هغه کسان چې د خیالي سرتیرو په رامنځته کولو او د هغو د امتیازونو په اخیستلو کې لاس لري د قانون منګولو ته وسپاري.


د مطلب کود: 137299

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/137299/د-امنیتي-ځواکونو-په-لیکو-کې-خیالي-سرتېرو-شتون-بدنامولو-لپاره-مخالفینو-ناکامه-هڅي-دي

آوا
  https://www.avapress.com