دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۵
د مطلب کود : 137344
د ملګرو ملتونو عمومي منشي مرسیتال کابل ته د شویو ژمنو ټینګار په موخه راغی
په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ښاغلی میروسلاو جینکا افغانستان ته په خپل څلور ورځني سفر کې چي د جمعې په ورځ پاي ته ورسید، وویل، ملګري ملتونه افغانستان او خلګو ته پر کړیو ژمنو کلک ولاړ دی.
د افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې : ښاغلي میروسلاو جینکا د دولت د یو والي او د اصلاحاتو په ژمنو بحث کړی دا چې له امله یې د امنیت او پرمختګ په برخو کې د نړیوالو همکارانو اوږدمهاله مرستي را جلب کړي، دغه مرستي به افغانستان ته د ثبات، حساب ورکووني او په ځان بسیاینی فرصت برابروي.
ښاغلي جینکا له ولسمشر غني، اجرائیه رییس عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ټاکنو نوي کمیشنران، دولتي چارواکي، د ښځو مشرانو او ډیپلوماتیکو ټولنو سره لیدنه کړې ده.
یوناما په خبرپاڼه کې ویلي دي چې ښاغلي جینکا افغانستان کې د پیچلي امنیتي حالت او د هغه پراخ سیمه‎ییزو اړخونو خبرې کړي دي او د سوله‎ییزو خبرواترو باندې یې ټینګار کړی دی تر څو تاوتریخوالي له سیاسي بهیر له لاری حل و فصل شي.
هغه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترس په وینا چې" ۲۰۱۷ کال د سولي کال جوړ کړئ" زیاته کړې چې له ډپلوماسۍ باید پوره کار واخیستل شي.
ښاغلي میروسلاو جینکا د دولت د یو والي او د اصلاحاتو په ژمنو بحث کړی دا چې له امله یې د امنیت او پرمختګ په برخو کې د نړیوالو همکارانو اوږدمهاله مرستي را جلب کړي. دغه مرستي به افغانستان ته د ثبات، حساب ورکووني او په ځان بسیاینی فرصت برابروي.
د ټاکنو د موضوع په برخه کې، ښاغلي میروسلاو جینکا د ټاکنیزو ادارو بدلون چې د ټاکنیزو اصلاحاتو او د ټاکنو لپاره چمتو والي ته ډېر اړین ګنل کیږی، هرکلي کړی او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه د ټاکنو په برخه کې د افغانستان د دولت مرستې ته چمتو دی.
ده همداراز په هېواد کې د رهبرۍ او مالکیت د سولي د بهیر ملاتړ، د دوامداره سولي او ټیکاو لپاره په سیمه‎ییزه همکارۍ تینګار کړی او په دې برخه کې یې د مرستې ژمنه کړې ده.
جینکا زیاته کړه، "ملګري ملتونه د یوه سوله‎ییز او باثباته افغانستان په هیله ده او دولت سره د بیوزلې په راکمولو او د ښځو د زیان منونکې حالت کې د ښه والې د راوستلو په برخه کې ژمن دي.
https://avapress.com/vdchkqnzk23nxxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته