دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۰
د مطلب کود : 137348
د خوستوالو سکانو او هندوانو ځمکې په زور نیول کیدل
د خوست سکان او هندوان وايي چې پرته د ولسوالیو یوازې په خوست ښار کې څو کاله وړاندې شاوخوا ۴۰۰ سکانو او هندوانو کورنیو ژوند کولو او د ښار دننه شاوخوا ۵۰ جریبه ځمکه لري چې اوس مهال ددې ولایت د زورواکو او غاصیبنونو لخوا غصب شوې ده.
د افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې : په خوست ولایت کې مېشته سکانوا و هندوانو ځمکې او کورونه د سیمه‎ییزو زورواکو لخوا غصب شوي دي، دوی له دولت څخه غواړي چې ځمکې او کورونه یې له غاصیبونو څخه واخلي او بېرته دې ورته وسپاري.
په همدې حال کې خوست ولایتي شورا وايي چې ولایتي اداره دا توان نه لري ترڅو غصب شوې ځمکې له زورواکو بیرته واخلي، خو چارواکي وايي چې د غصب شویو ځمکو په اړه دوی ته چا مراجعه نه ده کړې.
د خوست اوسېدونکی، جیکت سنګ څرګندوي:"زمونږ کومې ځمکې چې خلکو نیولې او غصب کړي دي باید حکومت بیرته هغه مونږ ته وسپاري."
د یاد ولایت اوسېدونکی، میهنتدر کومار زیاتوي:"که چیرې زمونږ ته بیرته خپلې ځمکې او کورونه وسپارل شي ټول هندوان او سکان به بیرته خپلو ځایونو ته راشي دولت باید لومړی زمونږ خپلې ځمکې او کورونه له خلکو واخلي."
د خوست ولایتي شورا او د دې ولایت اوسیدوونکي وايي چې دولت توان نه لري چې په دغه ولایت کې د سکانو او هندوانو ځمکې او کورونه له غصب څخه خلاصې کړي.
د خوست ولایتي شورا غړی، امیر خان زړه‎سواند وايي:"د سکانو او هندوانو ځمکې همداسې د ټولو خوستیانو ځمکې د غصپ څخه د خلاصولو تواني حکومت نه لري."
د خوست اوسېدونکی، محمد الله زیاتوي:"د طالبانو په وخت کې هم دا خلک ډير وه خو اوس له دوي څخه زورواکو او غاصیبونو ځمکې او کورونه نیولي دي."
د خوست امنیه قومندان بیا وايي تروسه ورته سکانو او هندوانو د ځمکو او کارونو د غصب په اړه مراجعه نه ده کړې.
د خوست امنیه قومندان، جنرال فیض الله غیرت په دې اړه وايي:" مونږ ته هندوانو تروسه هیڅ مراجعه نه ده کړې دلته عدلي او قضايي ادارې شته باید دوي مراجعه وکړي ترڅو معلومه شي د دوي څومره ځمکه غصب شوې ده.
https://avapress.com/vdcbazb8wrhbffp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته