د
افغان غږ خبری آژانس غږ (
افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې :
د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د ۴۹ وسلهوالو له وژل کېدو خبر ورکړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې یاد شمېر وسلهوال د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
خبرپاڼه همداراز زیاتوي چې په دې عملیاتو کې د ترهګرو یوه اندازه وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
افغان ځواکونو ته د زیان رسېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.