کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

داعش د غزني له لارې شمال ته د نفوذ په هڅه کې

11 دلو 1395 ساعت 9:16

ښاغلي متین تېره ورځ ویلي چې داعشیان د ناوې او ګېلان ولسوالیو له لارې جاغوري ته ځي او له هغې لارې هڅه کوي تر څو د هېواد شمالي ولایتونو ته ولاړ شي.


د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : د غزني والي، عبدالکریم متین وايي چې داعش ډله هڅه کوي تر څو د دې ولایت له نا امنو ولسوالیو د هېواد شمال ته لاره ومومي.
ښاغلي متین تېره ورځ(شنبې، د سلواغې۹مه) ویلي چې داعشیان د ناوې او ګېلان ولسوالیو له لارې جاغوري ته ځي او له هغې لارې هڅه کوي تر څو د هېواد شمالي ولایتونو ته ولاړ شي.
د غزني ولایت دا چارواکی زیاتوي چې یاد ترهګر په ناوې ولسوالۍ کې دایمي پټنځایونه لري اړ که یې مخه ونه نیول شي نو ښایې د دې ولایت نورې برخې هم نا امنه کړي.
مخکې له دې د اجرائیه ریاست دویم مرستیال، محمدمحقق په افغانستان کې د داعش له شتون څخه اندېښنه ښودلې وه. خو داعش د خپل فعالیت زیاتولو او د ملکي کسانو په وژلو سره کومې موخې څاري؟
له بلې خوا د هېواد ملي دفاع وزارت یوازې په ننګرهار، کُنړ او نورستان ولایتونو کې د داعش شتون تائیدوي.


د مطلب کود: 137391

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/137391/داعش-د-غزني-له-لارې-شمال-ته-نفوذ-په-هڅه-کې

آوا
  https://www.avapress.com