کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اجرائیی رئیس د هلمند امنیتی مسوولانو ته په خطاب کی:

دشمن د بهار څخه د رارسیدو مخکی له منځه یوسی

13 دلو 1395 ساعت 18:03

داکتر عبدالله عبدالله د هیواد اجرائیه رئیس، نن(سه شنبه) د هلمند د امنیتی وضعیت د څیړنی لپاره دی ولایت ته سفر وکړ.


د آوا په ګزارش سره، د هیواد اجرائیی رییس لشکرګاه ته د داخلیدو وروسته د هلمند ولایت امنیتی ځواکونو شهیدانو منار ته د ګل غونچه کښیښوده.
وروسته، د هیواد اجرائیه رییس د هلمند امنیتی جلسه کی اشتراک وکړ.
په دی جلسه کی، نظامی مسوولان، ددی ولایت د امنیتی وضعیت څخه ګزارش ارایه کړ.
هغوی ویلی دی چی د هلمند امنیتی وضعیت پخوا په نسبت ښه والی پیدا کړی دی.
وروسته، داکتر عبدالله د هلمند ولایت محلی مقاماتو اړ نظامی فرماندو سره په کتنه کی د ټینګار سره په هغوی کی د همانګی د ډیریدو لپاره، د امنیتی ځواکونو د مبارزاتو او قربانیو څخه قدردانی وکړ.
د هیواد اجرائیه رییس د هلمند نظامی مسسولانو ته ډاډ ورکړ چی د ملی وحدت حکومت د هغوی غوښتنی به پوره کړی.
داکتر عبدالله د نظامی ځواکونو څخه وغوښتل چی د بهار د رارسیدو څخه مخکی د لشکرګاه او ولسوالی او هلمند ته نږدی دشمن له منځه یوسی.
په دی سفر کی داکتر عبدالله د ځینو امنیتی ارشدو مقاماتو لکه ملی دفاع وزیر، د داخلی وزارت ارشد معین او د ملی امنیت ریاست لومړی معاون سره یوځای وو.


د مطلب کود: 137527

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/137527/دشمن-د-بهار-څخه-رارسیدو-مخکی-له-منځه-یوسی

آوا
  https://www.avapress.com