دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 137553
د جمهوررئیس غني په حضور کې له هرات څخه تر چشت شریف پورې د سړک جوړولو قرارداد لاسلیک شو
د افغانستان مالیې وزیر اکلیل حکیمي او په افغانستان کې د ایټالیا سفیر روبرټو کانټون له هرات څخه تر چشت شریف پورې د ختیځ - لویدیځ کورېډور پروژې اړوند د ۱۵۵کیلومتره سړک جوړولو قرارداد د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې لاسلیک کړ.
د دغه قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې چې نن مازیګر په ارګ کې ترسره شول، په پيل کې د فواید عامې وزیر محمود بلیغ د دغه کورېډور په ځانګړي ډول له هرات څخه تر چشتي شریف پورې د سړک جوړولو اقتصادي اهمیت ته په اشارې وویل، دغه سړک چې د اوبې ولسوالۍ په لور ۱۵۵کیلومتره اوږدوالی لري، سلما بند او د چشت شریف د مرمرو کان یې په مسیر کې قرار لري، چې له اقتصادي او ترانسپورټي پلوه د دغو سیمو او غور ولایت خلکو ته ډېرې اسانتیاوې برابروي.
د فوایدعامې وزیر زیاته کړه، دا سړک د ختیځ او لویدیځ کورېډور یوه برخه ده چې هرات د مرکزي ولایتونو له لارې کابل سره وصلوي. د ښاغلي بلیغ په وینا د دغه سړک سروې عملا پیل شوې ده چې له بشپړېدو وروسته به یې پنځو برخو کې د ۳۰ کیلو مترو قرارداد جلا جلا کمپنیو ته ورکول شي.
ورپسې په افغانستان کې د ایټالیا سفیر روبرټو کانټون له دې امله خوښي وښوده چې د ایټالیا د ۹۲میلیون یورو مرستې له لارې دغه سړک جوړېږي او د افغانستان په پرمختګ کې نقش لوبوي. هغه زیاته کړه، د دې پروژې په عملي کېدو سره بیا هم ایټالیا ژمنه ده چې د سیمه‌ییز اتصال په خاطر له افغانستان سره په سترو پروژو کې مرسته وکړي.
ښاغلي روبرټو د خپل هېواد په استازیتوب د افغانستان حکومت څخه د ملاتړ څرګندولو تر څنګ ژمنه وکړه چې د هرات د هوايي ډګر د نوي ترمینل جوړولو ‎کې به هم مرسته وکړي.
په دغو مراسمو کې د هرات والي محمداصف رحیمي د دغه ولایت د خلکو په استازیتوب له جمهوررئیس څخه له دې امله مننه وکړه چې د هرات خلکو سره په خپلو ژمنو ولاړ دی او نن په عملي توګه د دغو ژمنو د عملي کېدو شاهدان دي. هغه زیاته کړه، د ۱۳۹۰کال را هیسې هر کال د دغه سړک د جوړېدو ژمنې کېدې خو نه عملي کېدې او له دې بابته د هرات خلک ناهیلي شوي و، خو نن دا هیلې بېرته را ژوندۍ شوې.
د یادونې وړ ده چې د ختیځ ـ لویدیځ کورېډور پروژه ۷۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې د افغانستان حکومت لومړیتوب ګڼل کېږي چې د بېوزلۍ د کمولو او هېواد د وصلولو او اقتصادي ودې په برخه کې مستقیمه اغېزه لري. د دغه کورېډور جوړول به درې کاله وخت نیسي چې لومړنۍ څېړنې یې بشپړې شوې دي او د ډیزاین او سروې چارې یې رواني دي او تدارکاتي پلان یې بشپړ شوی دی.
ارګ ریاست جمهوری
https://avapress.com/vdcjiaevtuqetiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته