کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پروان کې د واورو ښویدنې له امله د ۱۶ کسانو وژل کېدل

18 دلو 1395 ساعت 9:14

د پروان ولایت چارواکي وايي چې د دې ولایت په سیاه‎ګرد او د سره پارسا ولسوالیو کې د وارو ښویدونو له امله د ۲ ښځو او ۳ ماشومانو په ګډون ۱۶ کسان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان دي.


د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : د پروان ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس، انجینیر محمدامین حیدري نن سهار(یک‎شنبې د سلواغې۱۷مه) طلوع‎نیوز ته وویل، واورې د سیاه‎ګرد ولسوالۍ په شاهي‎خېلو او د سره پارسا په فاضل سیمو کې راښویدلې او د قربانیانو ۷ تنه د یوې کورنۍ غړي دي.
دی وړاندې وايي چې په دې پېښه کې څو کورونه او یو جومات هم روان شوی دی.
ښاغلی حیدري زیاتوي، ښايي د واورو ښویدنو له امله نور زیانونه هم واوړي، خو د مرستو هڅې روانې دي.
د پروان د والي ویاند، وحیدصدیقي د وژل شویو او ژوبلو په اړه د ورکړل شویو شمېرو له تائید سره زیاتوي، زیانمو سیمو ته د مرستو رسوونې په موخه ولایت مقام کې بېړنۍ ناسته شوې ده.


د مطلب کود: 137720

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/137720/پروان-کې-د-واورو-ښویدنې-له-امله-۱۶-کسانو-وژل-کېدل

آوا
  https://www.avapress.com