د
افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی د پرس تی وی څخه په نقل سره، د واشنګتن په ایالت کی یو فدرال قاضی د شنبی په ورځ د یو حکم په صادرولو سره د دونالد ترامپ د دولت ضد مهاجرتی فرمان د موقت په توګه او په ټوله متحده ایالاتو کی لغوه کړ، دا رای ددی باعث سو چی سپین ماڼۍ د تجدید نظر غوښتنه مطرح کړی.
د استیناف محکمه په یو بیانیه کی اعلان کړی دی چی تر دوشنبه ورځی پوری د ترامپ دولت دادګستری ته وخت ورکول کیږی چی خپل مکمل ځواب ددی رای په اړه ارائه کړی.
د ترامپ د اجرایی فرمان په اساس چی په دی آخیرو ورځو کی په امضا ورسید، د اوو اسلامی هیوادونو د اتباعو ورود منع اعلان سو چی هغه هیوادونه عبارت دی له، ایران، عراق، لیبی، یمن، سوریه، سومالی او سودان څخه.
دا په داسی حال کی دی چی د واشنګتن ایالت د قاضی د حکم په لړ کی، دولتی آژانسونو او ټول نړی خطونو ته اعلان سوی دی چی دا منع والی ایسته سوی دی او هغوی کولای سی د هغه مسافرانو قبلوونکی وی چی ددی اوو هیوادونو څخه امریکا ته د سفر قصد لری.