دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 137822
د ملکي مرګ‎ژوبلې په اړه د یوناما راپور په اړه د ارګ غبرګون
د ملکي کسانو مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو د راپورو خپرولو په اړه ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان وکړ چې حکومت به د ملکي کسانو د مرګ‎ژوبلې مخنیوي په موخه هڅې وکړي.
د افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې :د افغانستان جمهوري اسلامي دولت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستیالۍ دفتر یا یوناما راپور د ملکي کسانو په اړه راپور چې د په وسله‎والو نښتو کې د ملکي کسانو ساتنې» تر سرلیک خپور شوی، مطالعه کړی.
خبرپاڼه زیاتوي:«د افغانستان جمهوري اسلامي دولت د جګړو په ترڅ کې د ملکي کسانو ساتنه خپله لومړۍ موخه ګڼې او که د امنیتي ځواکونو لخوا ملکي کسانو ته زیان ورسیيږي، نو پېښه به وڅېړل شي او په اړه به یې قضايي چلند وشي.»
خبرپاڼه وړاندې کاږيک«ولسمشر یوځل بیا ټینګار کوي چې د افغانستان اسلامي دولت به د طالبانو او نورو ترهګرو خلاف د افغان ملکي کسانو څخه ساتنه کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د ملکي کسانو د ملګر ژوبلې په اړه خپل راپور کې ۲۰۱۶ زیږدیز کال د ملکي کسانو لپاره مرګونی بللی دی.
ملګرو ملتونو په دې راپور کې د جګړې له ښکیلیو غاړو غوښتنه کړې ده چې د ملکي کسانو د مرګ‎ژوبلې مخنیوي لپاره دې جدي ګامونه پورته کړي.
https://avapress.com/vdciryazrt1apv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته