دخپریدو نیټه :جمعه ۲۲ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۵۱
د مطلب کود : 137935
اجرائیه ریاست په روان نظام کې د اجرائیه صدارت غوښتنه وکړه
اجرائیه ریاست وایي، چې د فدرالي او پارلماني نظام غوښتنه نه کوي، بلکې په ریاستي نظام کې د اجرائیه صدارت غوښتنه لري.
د افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې : اجرائیه ریاست ویاند جاوید فیصل وایي؛ د نظام دننه د ریاستي نظام په اډانه کې د اجرائیه صدرات پر جوړیدو بحث روان دی، چې تر لویې جرګې وروسته به دا کار کیږي.
د نوموړي په وینا؛ د لویې جرګې له جوړیدو وروسته نه یوازې د نظام د بدلون غوښتنه لري، بلکې په نظام کې د صدراتي اجرائیه پست را منځته کیدل هم غواړي.
اجراییه ریاست بیا په دې نیوکه کوي، چې واک ډېر متمرکز شوی او حتا والیان د مالي چارو او ټيټ پوړیو حکومتي مسوولینو د ګمارلو واک نه لري.
مدني فعال عزیز رفیعي وایي،که څه هم په سیاسي هوکړه لیک کې د ملي وحدت حکومت پر جوړیدو سلا شوې وه او دغه راز ویل شوي وه، چې لویه جرګه به را بلل کیږي؛ خو د دوه کلونو په تېریدو اوس هم د لویې جرګې د تر سره کیدو خبره نشته.
په وروستیو کې د بلخ سرپرست سپیدارماڼۍ ناکامه بللې وه او ویلي یې ول، چې په سیاسي لوبه کې کمزوری عمل کوي؛ نو، ځکه یې له ولسمشر سره مخامخ خبرې روانې ساتلې دي.
https://avapress.com/vdcds50fkyt0sn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته