کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند کې بيهقي کتاب پلورنځی او د کتابونو دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو

23 دلو 1395 ساعت 15:21

دهلمند ولایت چارواکی وایی، ددی ولايت کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د بيهقي په نوم کتاب پلورنځی او د کتابونو دوه ورځنی نندارتون پرانېستل شو.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر نه خبر شوی خبر پانه کي راغلی، د پرانیستې مراسمو کې د هلمند والي ښاغلي حيات الله حيات، د يو شمېر ادارو رييسانو، ليکوالانو، فرهنګپالو، مدني فعالانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
سرچینو زیاتیوی، د اطلاعاتو او فرهنګ رييس فريداحمد فرهنګ ویلی، چې دغه کتاب پلورنځی له تېرو څو کلونو راهيسي غیرفعال وو او اوس یې یوځل بيا په فعالیت پېل کړ.
خبر پانه کی راغلی، چې په ياد کتابتون کې شاوخوا درې زره جلده بېلابېل تاريخي، ادبي، سياسي، ښوونيز او نور کتابونه موجود دي، چې مينه وال به يې ورڅخه په مناسبه بيه ترلاسه کوي.
سرچینو وایی، د هلمند والي ښاغلي حيات الله حيات د کتاب ارزښت اغېزمن وباله او زياته يې کړه، چې هڅې روانې دي، څولښکرګاه ښار کې د عامه کتابتون پر جوړولو هم کار وکړي، څو لوستي ځوانانو ته د هر ډول کتابونو لاسرسي زمينه برابره شي.
خبرپانه کی راغلی دي، ښاغلي حيات د بيهقي کتاب پلورنځي پر بیرته پرانېستلو خوښي وښوده، له ځوانانو يې غوښتنه وکړه، څو د خپل علم د پانګې لوړولو لپاره مطالعه وکړي او د تعليم په مټ ځان او ګران هیواد افغانستان سيالانو سره سيال کړي.
سرچینیو وایی، د هلمند والي دغه راز د کتابونو له دوه ورځني نندارتون څخه هم ليدنه وکړه او د خپلې مطالعې لپاره يې کتابونه و پېرل.
د هلمند ولایت مطبوعاتی دفترزیاتیوی، نوموړي دغه راز پر ځوانانو غږ وکړ، چې د کتاب ملګرتیا وکړي، له وخت څخه په سمې استفادې د خپل مسلک اړوند کتابونه ترلاسه او مطالعه یې کړي.


د مطلب کود: 138004

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/138004/هلمند-کې-بيهقي-کتاب-پلورنځی-او-د-کتابونو-دوه-ورځنی-نندارتون-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com