کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لشکرګاه کی انتحاری ۲۷ وژلی او ټپی پر ځای پریښوږده

24 دلو 1395 ساعت 13:12

د هلمند والی ویاند وایی دهغه ځان وژنی او یا انتحاری په اثر کی چی په لشکر ګاه کی رامنځته سو، ۲۷ تنه د نظامیانو او غیری نظامیانو په شمول شهید او ټپی کړل.


عمرزواک، د هلمند والی ویاند د آوا په خبرګزاری سره وویل چی دا برید د تیره ورځ د ۲ بجو په شاوخوا د غرمی له خوا د کابل بانک د شعبی پر وړاندی ترسره سو.
ښاغلی زواک اضافه کړ چی په دی برید کی ۶ کسه د یو ملکی شخص په شتون شهید او ۲۱ تنه نور هم ټپی سو.
ښځی او کوچنیان هم په دی حادثه کی ټپی سوی دی.
د هغه په وینا، دا برید د انتحاری کس له خوا د یو موټر پواسطه چی د چاودیدونکی توکو څخه ډک وو ترسره سوی دی. انتحاری مهاجم د نظامیانو حمل کوونکی موټر تر هدف لاندی ونیوله.
د طالبانو ډله ددی برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی. ذبیح الله مجاهد، د طالبانو ویاند ویلی دی چی په دی برید کی، ۳۹ تنه نظامی کسان وژل سوی دی.
رئیس جمهور او اجرایی رئیس د یو اعلامیی په خپرولو سره دا تروریستی برید وغندله.


د مطلب کود: 138038

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/138038/په-لشکرګاه-کی-انتحاری-۲۷-وژلی-او-ټپی-پر-ځای-پریښوږده

آوا
  https://www.avapress.com