کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ورستو افغانیو د راټولولو له اعلان سره سم افغانۍ پنځوس پوله راټیټه شوې

28 دلو 1395 ساعت 7:36

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي، د افغانستان بانک د ورستو افغانیو د راټولولو له اعلان سره سم افغانۍ پنځوس پوله د نورو بهیرنیواسعارو په وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د شهزاده سرای د صرافا نو ټولنې ویاند حاجي ځیرک وايي، د افغانستان بانک باید د افغانۍ د ارزښت ساتني لپاره باید د ورستو افغانیو د بند یدو پرځای له نورو منظمو پلانونو کار واخلي.
د حاجې ځیرک د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان بانک له اعلانه دوه اوونۍ تېرې شوي؛ خو د افغانۍ ارزښت ۵۰ پوله راټیټ شوی دی.
د هغه په وینا؛ د افغانۍ د راټیټیدو یوازنی لامل د بانک اعلان دی.
د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش هم د افغانستان بانک له لوري د ورستو افغانیو د بندولو اعلان د اسعارو له سیاست سره په ټکر کې بولي او وایي، چې دا کار کولی شي د افغانۍ ارزښت په بازارکې نور هم زیانمن کړي.
نوموړی زیاتوي، افغانستان بانک باید له نورو طریقو دا کار کړی وای.
د نوموړي په وینا؛ په بانک کې د نامسلکې کسانو شتون د افغانۍ په وړاندې ستونزي رامنځته کولی شي.
د افغانستان بانک مرستیال قسیم رحیمي وايي، له دې کار څخه مو موخه د افغانیو د ساتنې لپاره د خلکو هڅول دي.
هغه زیاتوي، زړې او ورستې افغانۍ په هر وخت کي چلند لري؛ خو دا کمپاین د افغانیو د نامناسبه ساتنې لپاره پیل شوی دی.
د نوموړي په وینا؛ مونږ هغه نوټونه، چي رنګ شوي وي، لیکل پرې وي او یا يې رنګ خراب شوی وي هغه به د نوي کال له پیل وروسته له چلنده وایستل شي.
هغه دا هم څرګنده کړې، چې د افغانیو د ساتني او نظارت لپاره مو هم پروګرمونه جوړ کړي دي.
د افغانستان بانک هر کال نږدي درې میلیارد ورستې افغانۍ سوځوي او نوې هغه بازار ته وړاندې کوي؛ خو اوس مو هم بازارو نه له ورستو افغانیو ډک دي.


د مطلب کود: 138203

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/138203/د-ورستو-افغانیو-راټولولو-له-اعلان-سره-سم-افغانۍ-پنځوس-پوله-راټیټه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com