د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او داعش ترمنځ په خونړیو نښتو کې شل داعشیان او اووه لس افغان سرتېري وژل شوي.
په ننګرهار کې له داعش سره په نښته کې۲۰ داعشیان او ۱۷ سرتېري وژل شوي
29 دلو 1395 ساعت 21:40
د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او داعش ترمنځ په خونړیو نښتو کې شل داعشیان او اووه لس افغان سرتېري وژل شوي.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې،
هسکه مېنه د دیورند پرکرښه یوه هغه ولسوالۍ ده، چې داعش وسلوالو په کې خوندي مرکزونه جوړ کړي او له همدې ځایه پر افغان حکومت بریدونه څاري.
د ولسمشر په امر دغلته په پیل شویو عملیاتو کې لسګونه کلي له داعش نیول شوي؛ خو له دوه ورځو راهیسې په پاپين سیمه کې جګړه روانه ده.
د ننګرهار ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري په ډاګه کړې، چې د تېرې شپې په نښتو کې د داعش شل وسلوال او اووه لس افغان سرتېري وژل شوي دي.
د ننګرهاروالي ویاند عطاالله خوږیاڼی تائیدوي، چې تېره شپه داعش وسلوالو په هسکه مېنه کې د سرتېرو پر عملیاتي پوستو ډله ییز برید کړی او افغان ځواکونو ته یې تلفات اړولي؛ خو د شمېر په اړه یې کره معالومات نه لري.
د هسکې مېنې ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینۍ ویلي، چې د تېرې شپې په بریدونو کې اووه لس د ملي اردو سرتېري وژل شوي او اوه نورټپيان دي.
دا سرچینه زیاتوي؛ شل داعشیان وژل شوي او پېنځلس نور ټپيان دي. له دې سره سره په هسکه مېنه کې د سرتېرو هوډ لوړ دی او تر وروستۍ سلګۍ پورې به وجنګیږي.
د سیمې اوسیدونکي وایي، چې د نښتو له امله په سیمه کې یو ښوونځي او یو روغتون هم ویجاړ شوي. د ځايي اوسیدونکیو پرځینو کورنو اورلګیدلی او سلګونه کسان له خپلو کورنو څخه د تن په جامو کې وتلي دي.
ځايي خلک د عملیاتو ملاتړي دي او وايي، په نیول شویو سیمو کې دې پوستې ځای پرځای شي. چارواکي وايي، د عملیاتو له پيله تراوسه په کوټ او هسکه مېنه کې پېنځلس کلي له داعش نیول شوي او له درېرش ډېرجنګیالي وژل شوي.
د دوی په وینا؛ هلته، چې داعش مقاومت کوي هوايي بریدونه هم پرې کیږي او سرتېري د مخکې تګ په حال کې دي.
داعش په یادو دواړو ولسوالیو کې یو شمېرښوونځي او روغتونه د خلکو پرمخ تړلي او د هغوی کورونه په جګړه د سپر په توګه کاروي، چې له همدې امله عملیات ورو پرمخ ځي.
د مطلب کود: 138262