کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د داعش ډلې 34 غړو وژل کېدل

1 حوت 1395 ساعت 8:33

د ننگرهار سیمه ییزی چارواکی وايي چې یاد شمېر د داعش وسله‎وال د تیرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې وژل شوي.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې،د ننګرهار ولایت سیمه‎ییزو چارواکو د شنبې پر ورځ(د سلواغې۳۰مه) د یاد ولایت په هسکه‎مېنې ولسوالۍ کې د د کابو ۳۴ داعش وسله‎والو له وژل کېدو خبر ورکړ.
د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیانی زیاتوي چې د وژل شویو وسله‎والو ترڅنګ ۱۶ تنه ټپیان شوي او ۷ تنه نور د افغان ځواکونو له‎خوا نیول شوي دي.
دی وړاندې وايي چې په وژل شویو او ټپیانو کې بهرني وکړي هم شامل دي.
په همدې حال کې د پنج‎شنبې پر ورځ د افغان ځواکونو پر پوستو د افغان ځواکونو په برید کې ۱۷ تنه افغان سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ننګرهار ولایتي شورا غړي وايي چې د داعش وسله‎والو په هسکه‎مېنې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو له څو خواوو برید کړی وه.
د ننګرهار والي، ګلاب منګل هم په دې برید کې د افغان سرتېرو وژل تائیدوي، خو کره شمېر په اړه څه نه وايي.


د مطلب کود: 138306

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/138306/په-ننګرهار-کې-د-داعش-ډلې-34-غړو-وژل-کېدل

آوا
  https://www.avapress.com