کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني کې د القاعدې مهم غړي وژل کېدل

2 حوت 1395 ساعت 8:48

د القاعدې مهم غړی، سیف‎الله اختر د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې وژل شوی دی.


د آوا د خبر له مخی: ملي امنیت لوی ریاست د خبرپاڼې په خپرولو سره روان زیږدیز کال په جنوري میاشت کې د غزني په ناوې ولسوالۍ کې د القاعدې د یوه مهم غړي له وژل کېدو خبر ورکوي. خبرپاڼې زیاته کړې ده چې سیف الله اختر د طالبانو د رژیم پر مهال په افغانستان کې د پاکستاني جګړه مارو مشري کوله او د ۳۰ زرو په شاوخوا کې پاکستاني اورپکي یې منځنۍ آسیا ته د جګړې لپاره په افغانستان کې راغونډ کړي وو. ویل شوي:"ده هغه مهال په بګرام کې د القاعده له اوسني مشر ایمن الظواهري سره په ګډه د ترهګرو د یوه مهم مرکز مشري هم په غاړه درلوده او په دې سربېره یې په ریشخور کې د بهرنیو ترهګرو د یو نظامي کمپ سرپرستي کوله." د ملي امنیت خبرپاڼه وړاندې کاږۍ:"سیف الله اختر دوه ځله په پاکستان کې نیول شوی وه، خو د یاد هېواد د سیمې د چارواکو له خوا په زور دواړه ځله له زندانه خوشي او افغانستان ته د جګړې لپاره را ولېږل شو." خبرپاڼې همداراز په پای کې زیاته کړې ده چې نوموړی له ډېرې مودې راهیسې د افغانستان دولت پر ضد د پاکستاني وسله‎والې ډلې مشري کوله.


د مطلب کود: 138362

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/138362/په-غزني-کې-د-القاعدې-مهم-غړي-وژل-کېدل

آوا
  https://www.avapress.com