کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اجراییه ریاست:

د افغانستان دولت د پاکستان بریدونو ته متقابل ځواب لپاره آماده دی

2 حوت 1395 ساعت 14:53

اجراییه ریاست وایی: که د افغانستان دولت هڅی د پاکستان د راکت توغونی مخنیوی لپاره د دیپلماتیک لاری ځواب ورنه کړی، افغانستان متقابل اقدام ته آماده دی.


د آوا په خبرګزاری سره، د ملی وحدت اجرایی ریاست ټینګار کوی چی د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړی د هیڅ هیواد په ګټه نه دی او اړتیا سته چی ددواړو هیوادونو په منځ کی اړیکی او مرستی تقویت سی.
جاوید فیصل د اجرایی ریاست ویاند معاون وویل: په دی شرایطو کی اړتیا سته چی د همکاریو فضا ددواړو هیوادونو په منځ کی پراختیا پیدا کړی نه دا چی ددی اړیکو په تیرګي او خرابوالی کی ډیروالی راسی.
ښاغلی فیصل وویل: مشخص دی چی تروریستی ډلی د پاکستان حکومت له خوا ملاتړ یی کیږی خو که امکان لری د اعتماد فضا په ښه والی سره ددواړو هیوادونو په مشترک همکاری سره د تروریستی ډلو سره مبارزه وسی.
د ښاغلی فیصل په وینا، افغانستان هر وخت د تروریزم په وړاندی خپل مبارزه ثابت کړی دی او هیڅ هیواد نه سی کولای چی د افغانستان مبارزه د تروریستی ډلو په وړاندی نادیده ونیسی.
هغه د جمهور سره په خبرو کی وویل: پاکستان د افغانستان په بخشونو کی د نظامی عملیات پرځای، باید د تروریستی لانو او ځالی په وړاندی په خپل خاوره یعنی پاکستان کی عملی ګام پورته کړی.
د اجرایی ریاست ویاند معاون بالخصوص د پاکستان پر نظامی مداخلاتو باندی د هیواد پر جنوب او ختیځ باندی ټینګار وکړ: د افغانستان حکومت هڅه لری ترڅو د دیپلوماتیک لارو څخه، پر افغانستان باندی د پاکستان راکتی بریدونه ودروی او هر وخت چی دا هڅی کوم نتیجه نه درلودی، د افغانستان حکومت د خلګو څخه د دفاع لپاره او ارضی تمایمت د ساتلو لپاره، د پاکستان د راکتی بریدونو په وړاندی متقابل ځواب ته آماده دی.


د مطلب کود: 138393

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/138393/د-افغانستان-دولت-پاکستان-بریدونو-ته-متقابل-ځواب-لپاره-آماده-دی

آوا
  https://www.avapress.com