کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې د داعش ډلې ۱۲وسله‎والو وژل کېدل

4 حوت 1395 ساعت 16:02

ننګرهار ولایت کې د تېرو څلورویشتونو ساعتونو کې د افغان ځواکنونو پوځي عملیاتو کې د داعش ډلې ۱۲ وسله‎وال وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.


د آوا غژ له مخی، د کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې نن(چهارشنبه د کب۴مه) راغلي دي چې په ټپیانو کې د ملا نعیم په نامه د یادې ډلې یو قومندان هم شامل دی.
خبرپاڼه وړاندې کاږي چې د افغان ځواکونو دا عملیات د شاهین‎۲۵ په نامه د ننګرهار ولایت د هسکې‎مېنې ولسوالۍ شاوخوا ترسره شوې دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي چې د افغان ځواکونو ترسره شویو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د هسکې‎مېنې ۹ کلي هم د وسله‎والو له شتون څخه پاک شوي.
همداراز د افغان ځواکونو لاسته د یو شمېر وسلو لویدلو خبر هم ورکړل شوی.


د مطلب کود: 138492

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/138492/ننګرهار-کې-د-داعش-ډلې-۱۲وسله-والو-وژل-کېدل

آوا
  https://www.avapress.com