دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۱۷
د مطلب کود : 138494
د امریکا نوی کرنلاره د مهاجرانو د ویستو لپاره
د امریکا متحده ایالاتونو د کورني امنیت وزیر نوې کړنلاره جوړه کړې چې له مخې به یې ډېر شمېر غیرقانوني کډوال له دې هېواد څخه ویستل شي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د امریکا ولسمشر، ډونالنډ ټرمپ د یوه فرمان له مخې د اوو مسلمان‎مېشتو هېوادونو کډوالو ورتګ امریکا ته منع کړي وو، خو د محکمې له‎خوا دا فرمان ځنډول شوی.
د سپینې ماڼۍ ویاند، شان سپایسر وايي چې دا کړنلاره به په ډله‎ییزه توګه د کډوالو ویستو لامل نشي؛ بلکې په دې برخه کې شته قوانینو پلې کېدو ته لار هواره کړي.
دی زیاتوي:«د امریکا د کورني امنیت کړنلاره به د ولسمشر اجرايي فرمان چارې د سویلي پولو ساتنې، دغيرقانوني کډوالو مخنیوي او د کډوالو ویستل به چټک کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو پر وړاندې د ډنالنډ ټرامپ سیاست په سختو نیوکو سره مخامخ دی.
افغان ژباړن، زلمی نیازی چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره یې دنده ترسره کړې له امریکايي سناتور څخه پوښتي، دا چې د ټرمپ دې سیاست سره به د هغه برخلیک څه وي.
دی وايي:«ښاغلی ګرسلي وايي چې غواړي د امریکا له خلکو ساتنه وکړي؛ زه یو مسلمان او له یوه مسلمان هېواد څخه یم. زما څخه به څوک ساتنه کوي؟ زما ملاتړ به څوک کوي؟»
دا امریکايي سناتور وايي چې دا ډول کسان به له امریکا څخه ونه ویستل شي.
امریکايي سناتور، چک ګرسلي څرګندوي:«زما پوهه دا ده چې ستاسو په شان کسان به چې په قانوني توګه امریکا ته راځي، موږ یې هم ملاتړ کوو. دا روښانه ده.»
امریکا ته د کډوالو د ورتګ مخنیوی، د غیر قانوني کډوالو ویستل او له مکسیکو سره پر پوله د دېوال جوړول د ټرمپ له ټاکنیزو ژمنو وې.
د هغه لومړی ګام چې د اوو مسلمان‎مېشتو کډوالو د ورتګ په اړه وو بریالی نشو.
https://avapress.com/vdceov8zejh8xei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته