کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د استاد مسعود لور په ډیر مرموز ډول سره په کابل کی په قتل ورسید

5 حوت 1395 ساعت 16:53

د استاد مسعود لور، د کابل پوهنتون استاد په ډیر مرموز ډول سره د کابل ښار دریم امنیتی حوزو په مربوطاتو کی په قتل ورسید.


د آوا په ګزارش سره، اووه لس کلنه مشتری یواځی یو کال کیدله چی د اقتصاد په پوهنځي کی په یو شخصی پوهنتون کی درس ویله او تازه د سه شنبه په ورځ خپل امتحان خلاص کړی وو خو د چهار شنبی په ورځ ژوند یی هم آخیر نکتی ته ورسید او د خپل کورني غیږ یی پریښود.
چوکی دار په دی اړه وایی، په آخر کی ناست وم چی ناببره یو آواز می غوږو ته ورسید، ومی کتی چی مشتری په عام سړک کی پروت دی.
استاد مسعود دا رویداد ځان وژنه نه بولی او وایی چی ددی قضیی ترشا نورو لاسونه شتون لری.
هغه وایی، موږ د هیچا سره دشمنی نه لرو او لور می هم هیڅ عاشقانه موضوع نه دی درلودلی چی فکر وکړم هغه دلیل یی وی، خو که کوم جنایی عمل وی معلوم به سی.
د ښځو په وړاندی د تاوتریخوالی قاضی وایی څلور مظنون په دی اړه د پولیس په واسطه نیول سوی دی او په دی اړه څیړنی روانی دی.
د آریانا نیوز څخه په نقل سره، تر اوسه ددی قتل دلیل نه دی معلوم او د مقتول کورنۍ د امنیتی مسوولانو څخه غواړی چی دا قضیه په جدی توګه وڅیړی.


د مطلب کود: 138539

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/138539/د-استاد-مسعود-لور-په-ډیر-مرموز-ډول-سره-کابل-کی-قتل-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com