دخپریدو نیټه :شنبه ۷ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۳
د مطلب کود : 138588
په خپله خاوره کې د افغان طالبانو پر خلاف پوځي عملیات نه کوو
د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز په ډاګه کړې، چې هېواد به يې په خپله خاوره کې د افغان طالبانو پر وړاندې پوځي عملیات ونه کړي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، سرتاج عزیز د افغان ولسمشر هغه غوښتنه هم رد کړه، چې ګواکي پاکستان دې د وسلوالو طالبانو د چارواکو پرخلاف ګامونه پورته کړي.
سرتاج عزیز ویلي، چې اوس هم باید د خبرو لار غوره شي.
د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز ویلي، چې د وسلوالو طالبانو پر خلاف د افغان دولت څوارلس کلنه جګړه ناکامه ده.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ بیا وايي، چې جګړه د پاکستان له خوا پر افغانستان تپل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د روستیو ناامنیو پر لامل دغه هېواد له افغانستان سره د تورخم او چمن ترانزیتي لارې له یوې اوونۍ راهیسې تړلي او په پنجاب کې یې د افغانانو ځورول، نیول او بېوسه کولو عملیات پیل کړي دي.
https://avapress.com/vdcivvazvt1apw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته