دخپریدو نیټه :شنبه ۷ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 138591

د غزنی ولایت د امنیتی وضعیت د څیړلو لپاره د دفاع وزارت یو لوی پایه هیئت سفر

په را روان پسرلي کی به د غزنی امنیتی وضعه بدتره نه سی
د غزنی ولایت د امنیتی وضعیت د څیړلو لپاره د دفاع وزارت یو لوی پایه هیئت سفر
د دفاع وزارت یو لوړ رتبه هیئت د سید عبدالکریم؛ ددی وزارت د پالیسی معین، په مشری د پنج شنبی په مازدیګر د غزنی د امنیتی وضعی د څیړلو لپاره دی ولایت ته سفر وکړ.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، دا هیات د امنیتی تدابیرو او د ځواکونو د آمادګی د تدابیرو لپاره د طالبانو او د دولت مسلح مخالفانو سره د مقابلی لپاره د ګرما فصل لپاره دی ولایت ته سفر کړی.
د دفاع وزارت د پالیسی معین او په سفر کی ورسره هیئت په غزنی کی د ټولو اردو جز او تام دریم لوای څخه کتنه وکړه.
ښاغلی کریم د امنیتی ځواکونو د لاسته راوړنو څخه په قدردانی سره په غزنی کی وویل: زموږ ارزونه د اردو قطعاتو څخه مثبت دی او امنیتی ځواکونه په غزنی کی د دشمن د هر ډول برید د مخنیوی لپاره آماده دی.
هغه د غزنی خلګو ته اطمینان ورکړ چی په راتلونکی پسرلی کی د غزنی امنیتی وضعیت به خراب نه سی.
https://avapress.com/vdcco4qss2bq1p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته