کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لغمان کی د اتو زده کوونکو وژنه او ټپی کیدنه

8 حوت 1395 ساعت 12:36

د هیواد د ختیځ څخه ګزارشونه رسیدلی دی چی پر یو مکتب باندی د هاوان د یو ګلولی د نښتی څخه حکایت لری.


د آوا دخبرګزاری له مخی، پرون سهار پر یو مکتب باندی د هاوان د نښتی له امله په لغمان ولایت کی دوه زده کوونکی وژل سوی او شپږ تنه نور هم د معلم په شتون ټپی سوی دی.
دا راکت د مولوی حبیب الرحمن پر لیسی باندی چی د بسرام په منطقه کی د مهترلام په ښار کی د لغمان په مرکز کی نښتی دی.
محلی مقامات ویلی دی، دا راکت د مسلح مخالفانو له لوری توغول سوی دی چی د دوه زده کوونکو د وژل کیدو او شپږ تنو نورو د تپی کیدو لامل سوی دی.
طالبان تر اوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.


د مطلب کود: 138631

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/138631/په-لغمان-کی-د-اتو-زده-کوونکو-وژنه-او-ټپی-کیدنه

آوا
  https://www.avapress.com