دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۱
د مطلب کود : 138713
د بغلان ولایت د دند غوري ولسوالۍ د نیولو لپاره پراخ عملیات پیل شوي
امنیتي ځواکونو د بغلان ولایت د دند غوري، دهنه غوري او دند شهاب الدین سیمو د بیا نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړي، چې کله له طالبانو سره وي او کله یې هم امنیتي ځواکونه نیسي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د دند غوري د نیولو لپاره دا درې ورځې کیږي، چې امنیتي ځواکونو خپل بریدونه پیل کړي او ځانونه یې د طالبانو د مرکزونو څو سوه مترۍ ته رسولي؛ خو لیدل کیږي، چې دواړه اړخونه جګړه د شپې تر تورتمه ځنډوي.
امنیتي ځواکونه په دند غوري کې دي او دهنه غوري ته د رسیدو لار هم له همدې ناامنې سیمې تېریږي.
امنیتي ځواکونه د دغې سیمې له پاکولو خبرې کوي او وایي، چې یوه شپه او ورځ دلته جنګیدلي دي.
د جګړې په لومړۍ کرښه کې سرتېري وایي، چې روانه جګړه به له دښمن څخه د سیمې تر پاکولو روانه وي.
جګړې تل ولسي وګړي زیانمن کړي دي.
د دند غوري اوسیدونکی ولي خان نومی وایي، زما کور ۱۳ ورځې د طالبانو پوسته وه او یوه ورځ کیږي، چې امنیتي ځواکونو ترې خپله پوسته جوړه کړې ده.
د نوموړي په وینا؛ کور مې همدا اوس نه کړکۍ لري او نه دروازې ؛ درې لکه افغانۍ مې پرې لګولې وې.
د جګړې ناسم مدیریت او د امنیتي ځواکونو تر منځ د همغږۍ نشتوالی هغه څه دي، چې په سیمه کې یې روانه جګړه له ستونزو سره مخ کړې ده.
په تېرو درې ورځو کې افغان امنیتي ځواکونو څه نا څه یو کیلو متر پرمختګ کړی او د درقد تر پله رسیدلي دي.
https://avapress.com/vdcizvazpt1apy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته