دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۱۵
د مطلب کود : 138764
دبرېښنايي پېژندپاڼو پرحقوقي او قانوني مسایلو دحکومت دمشرانو هوکړه
د ولسمشر د دویم مرسیتال محمد سرور دانش دفترپرون (د کب په ۹ مه) وویل چې د ملي یووالي حکومت مشران د برېښنايي پېژندپاڼو د ټولو حقوقي او قانوني مسایلو په اړه سره هوکړه ته رسېدلې دي چې شونې ده چې د رواني اوونۍ تر چهارشنبه او یا هم د راتلونکې اوونۍ په پیل کې به یې د پیلېدو فرمان صادر شي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د ولسمشر د دویم مرستیال سلاکار وايي چې ټاکل شوې ولسمشر په راتلونکې اوونۍ کې د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش فرمان لاسلیک کړي.
د حکومت دغه سلاکار وايي چې د دغو پېژند پاڼې د قانوني او حقوقي مسئلو په اړه خبرې پای ته رسېدلي او اوس د دغه بهیر په وړاندې هېڅ ننګونه نشته.
د ولسمشر د دویم مرستیال د رسنیزو چارو سلاکار محمد هدایت په دې اړه وویل:«د سر شمېرنې د قانون له توشیح څخه وروسته او د ولسمشر د فرمان له صادرېدو څخه وروسته د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ به پیل شي.»
د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش په وړاندې یوه اصلي ستونزه د دغه بهیر سیاسي کېدل او همداراز د پېژندپاڼې په لومړۍ پاڼه د ملیت د لیکلو پر سرجنجالونه وو، خو اوس ځینې سرچینې وايي د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ د نوې هوکړې او د نفوسو د احوالو د ثبت په قانون کې د تعدیلاتو له مخې د برېښنایي پېژند پاڼو پر لومړۍ پاڼه به قومیت هم لیکل کېږي.
د اجرائيه رييس د ویاند مرستیال جاوېد فیصل وویل:«تر هغې چې دغه پېژند پاڼې ټولو هېوادوالو ته وېشل کېږي د ټاکنو وخت به نېږدې وي او له همدې امله موږ پر درېیمې غورونې کارکوو چې ټاکنې ترسره کړو.»
برېښنایي پېژند پاڼو پر نورو ګټو سربېره د ټاکنو په روڼتیا کې هم اغېزمنې بلل کېږي، خو تمه نه کېږي چې تر راتلونکو ټاکنو پورې ټولو افغانانو ته برېښنايي پېژندپاڼې ووېشل شي.
له بلخوا هغه لازم اصلاحات چې باید په ټاکنیز نظام کې راغلي وای تراوسه نه دي عملي شوي، لکه څنګه چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د نویو غړو د کار له پيلولو راهیسې د دغه کمېسیون د دارالانشا رییس تراوسه نه دی غوره شوی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دې وروستیو کې د دغه کمېسیون د دارالانشا لپاره د شپږو نوماندانو نوملړ ولسمشر ته استولی، له دې وړاندې د دغې دندې لپاره درې نوماندان رد شوي وو.
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په دې اړه څرګنده کړه:«د ټاکنو د دارالانشا د ریاست لپاره له نوماندانو څخه د مرکې بهیر نن پیل شو د ولسمشر له هراړخیزې ارزونې څخه وروسته به دغه پوسته د وکړ کس په اړه به پرېکړه وشي.»
برېښنایي پېژند پاڼې کابو درې کاله کېږي چې له سیاسي جنجالونو سره مخامخ دي، په دغه بهیر کې ځنډ چې چمتووالی یې دوه کاله مخکې نیول شوی، آن د برېښنایي پېژند پاڼو د وېش له بهیر سره بهرنۍ مرستې د بندېدو له خطر سره مخامخ کړې دي.
https://avapress.com/vdcepv8zejh8xfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته