دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 138771
د طالبانو نفوذی مامور، د هلمند یوولس مامور پولیس په شهادت ورسول
د هلمند ولایت والی ویاند وایی: د (خودی) مرګباره برید کی، لږ ترلږه یوولس پولیس مامور شهید سوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس دخبرګزاری له مخی، عمرزواک نن سه شنبه ( ۱۰ حوت ) وویل: دا برید د لشکرګاه ښار دوهم امنیتی حوزه کی تیره شپه، ترسره سوی دی.
زواک په دی اړه د ډیرو معلوماتو د ورکولو څخه خودداری کړی، خو ځینی نور سرچینی ویلی دی چی ددی وژنی عامل د پولیس ځواکونو په منځ کی د طالبانو یو نفوذی کس وو.
د هلمند ولایت بست روغتون مسئولین قبول کړی دی: ددی برید په ترڅ کی ددی یوولسو کسو جسدونه دی روغتون ته راوړل سوی دی.
خو په هلمند کی یو پولیس افسر، چی ونه غوښتل نوم یی واخیستل سی، بی بی سی ته وویل چی په دی برید کی د پولیس ۱۳ مامور وژل سوی دی.
ځینی سرچینی هم وایی: د پولیسو ځواکونو په منځ کی د طالبانو یو نفوذی عامل، تیره شپه په هغه پایګاه کی چی د لشکرګاه په ښار کی وو د هغه مامورانو لوری ته چی ظاهرآ د هغه سره همکاره وو، ډزی ورکړ.
ویل کیږی چی دا کس تښتیدلی دی او د طالبانو سره یوځای سوی دی.
ذبیح الله مجاهد د طالبانو ویاند هم دا حادثه د خپل تویتر په پاڼه کی قبول کړی دی.
خودی بریدونه د ۲۰۱۲ کال څخه راهیسی د امنیتی ځواکونو په منځ کی ډیر سوی دی او دداسی حادثو اندیښنی هم د دولت په مقاماتو کی ډیر سوی دی.
دا ډول بریدونه د بین المللی ځواکونو لمن هم نیولی دی چی ډیر داسی بریدونو ته ( سبز علیه آبی ) ویل کیږی، ځکه چی د طالبانو نفوذی کسان د افغانستان ځواکونو د پوشش څخه ګټه اخلی.
سبز یا شین رنګ د افغانستان ځواک سرتیرو شین رخچینه او آبی یا هم اوبه ییزه رنګ د بین المللی ځواکونو رخچینی ته اشاره کوی.
د خودی بریدونو د تلفاتو د ډیریدو په لړ کی، دولت ډیر سخت تدابیر د شورشیانو د نفوذ د مخنیوی لپاره په امنیتی ځواکونو کی اجرا ته کښیښود.
د تیری شپی برید په ترڅ کی، داسی په نظر رسیږی چی د طالبانو نفوذی حضور د امنیتی ځواکونو په منځ کی تر اوسه هم جدی مسئله دی.
https://avapress.com/vdccm4qss2bq1m8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته