دخپریدو نیټه :جمعه ۱۳ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۱۳
د مطلب کود : 138852
یو شمېر طالب قومندانانو له دولت سره د داعش پر خلاف اړیکې نیولي
د کندوز والي وايي، چې د وسلوالو طالبانو ترمنځ اختلاف پیدا شوی او یو شمېر طالب قومندانانو له دولت سره د داعش پر خلاف د یو ځای کیدو اړیکې نیولې دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، کندوز، چې په دې وروستیو کې د وسلوالو طالبانو د فعال حضور شاهد دی، تازه رپوتونه وايي؛ د دغه ولایت په امام صاحب، دشت ارچي او چاردره ولسوالیو کې داعش خپل فعالیت پیل کړی او تور بیرغونه یې هسک کړي دي.
د کندوز والي اسدالله عمرخېل ویلي؛ یو شمېر طالب قومندانانو ور سره اړیکه نیولې، چې د داعش پر خلاف جګړې لپاره غواړي د دولت په خوا کې و دریږي.
ویل کیږي، چې د کندوز داعشیان د ننګرهار له داعشیانو سره مستقیمې اړیکې لري.
ځينو سرچینو ویلي؛ پاکستان اوس د کندوز له وسلوالو طالبانو سره په دې خبرې کوي، چې طالبان داعش ته لاره پرانیزي، چې منځنۍ آسیا ته ځانونه ورسوي.
که څه هم طالبان او داعشیان له یو بل سره په سختو جګړو کې اخته دی؛ خو ویل کیږي، چې زیاتره داعش جګړه ماران د وسلوالو طالبانو پخواني ملګري دي، چې اوس یې لاره بېله کړې ده.
دا رپوتونه په داسې حال کې خپریږي، چې ویل کیږي؛ روسیې هم په کندوز کې له وسلوالو طالبانو سره اړیکې ټينګې کړي او د داعش د ځپلو لپاره يې وسلوالو طالبانو ته د هر اړخیزې همکارۍ تر څنګ د پوځي روزنې مرکز هم جوړ کړی دی.
https://avapress.com/vdccp4qsi2bq148.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته