دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۱
د مطلب کود : 138865
د ( پاسپورت خدمات  په آنلاین شکل سره ) د عرضی توافقنامه امضاء سو
د آذر بایجان هیواد دآسان خدمت اداری همکاری توافقنامه د پاسپورت د توزیع او تکنالوژی کوونی په برخه کی، نن د داخله او مالیه وزارتونو په منځ کی امضاء ته ورسید.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، د داخلی وزارت په مطبوعاتی خبرپاڼه کی راغلی دی: ددی توافقنامی مقصد، د پاسپورت پخواني سیستم اصلاح د هغه نوی سیستم تطبیق دی چی ددی وروسته د پاسپورت متقاضیان کولای سی په آنلاین شکل سره خپل اسناد د پاسپورت د اخیستو لپاره طی مراحل کړی.
د د داخلی وزارت د اداری معین لوی پاسوال اکرام الدین په وینا دا توافقنامه د هیواد مالیی وزارت او د آذربایجان  د عامه خدماتو اداری په همکاری سره د (آسان خدمت) ترنامه لاندی رامنځته سوی چی د پاسپورت د ساده سازی او خدماتو د تسریع لپاره دی.
همدارنګه محمد قاهر حیدری د هیواد د مالیی وزارت اداری معین ددی توافقنامی د امضا کولو وروسته د آذربایجان هیواد آسان خدمت شرکت متخصصینو په همکاری سره د خدماتو په عرضه کی د پاسپورت د متقاضیانو لپاره، نوی سیستم رامنځته کیږی چی دا یو با ارزښه سهولت د پاسپورت د متقاضیانو لپاره بلل کیږی.
د یادولو وړ دی چی د پاسپورت نوی سیستم د پخوانی سیستم ځایناستی کیږی او د هغه خدمات به د پاسپورت د متقاضیانو لپاره د روان میلادی کال تر ختمیدو پوری شروع کیږی.
دا په داسی حال کی چی مخکی د افغانستان اسلامی جمهوریت او آذربایجان رئیس جمهوران د خدماتو د ساده کولو پر توافقنامی باندی توافق کړی چی د پاسپورت د خدماتو د ساده سازی بخش هم په دی تفاهم نامه کی شامل دی.
https://avapress.com/vdcg379qnak9w74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته