دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۷
د مطلب کود : 138922
د برښنایي تذکرو د وېش لړۍ ژر پیلېدونکې ده
د وګړیو د ثبت او احوال ریاست وایي، چې د برښنایي تذکرو د وېش لړۍ ژر پیلېدونکې ده.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې پنجشنبې په ورځ د وګړیو د ثبت او احوال قانون طرحه تعدیل او توشیح کړه، چې په دې توګه د برښنایي تذکرو وېش ته لار اواره شوه.
د وګړیو د ثبت او احوال رییس زمری باهر وایي، د برښنایي تذکرو د وېش لپاره یوه نوي پروګرام ته اړتیا لرو، چې له څو ورځو به چمتو شي او په وېش کې یې د درغلیو امکان نشته دی.
نوموړي په ډاګه کړې، چې د برښنایي تذکرو د وېش لړۍ به په څو پړاوونو کې پیل شي.
د نوموړي په وینا؛ د برښنایي تذکرو لپاره د هویت تثبیت په شپږ کټه ګوریو وېشل شوی؛ لومړی هغه ډله ده، چې د اوسنیو اسنادو له مخې ورته پېژندپاڼې ورکول کیږي او شپږمه ډله هغه کسان دي، چې هویت یې نه دی تثبیت شوی.
زمري باهر زیاته کړې، چې د شپږمې ګټه ګورۍ د هویت د تثبیت لپاره ځانګړي میکانیزمونه لري او هیڅوک به د هویت په برخه کې درغلي ونه کړی شي.
د دې ادارې د مسوولینو د وینا له مخې؛ د برښنایي تذکرو د وېش لړۍ به له پلازمېنې څخه د پخوانیو پېژندپاڼو پر بنسټ پیل شي او وروسته به سترو ولایتونو ته دغه لړۍ وغزیږي.
https://avapress.com/vdcauan6u49neo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته