دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۴۰
د مطلب کود : 138953
د تورخم لارو له ډېره وخته غږ پورته کړی خوپاکستان قانع کوونکی ځواب نه دی ورکړی
عمر زاخېلوال وای، که د تورخم او سپین‌ بولدک لارې خلاصې نه ‌شي په پاکستان کې د بندو افغان مسافرو د انتقال لپاره د ځانګړو پروازونو غوښتنه کوي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبر له مخی، په اسلام آبادکې افغان سفیر او د ولسمشر ځانګړی استازی حضرت عمر زاخېوال د شنبه په ورځ دغه څرګندونې پرخپله فسبوک پاڼه ویلي کړیې دي، که پاکستان لارې خلاصې نه کړي، نو بند افغان مسافرین به د هوا له لارې خپل هېواد ته ولېږدوي.
ښاغلی زاخېوال زیاته کړی، چې د تورخم اوسپین بولدک لارو د خلاصون له پاره یې له ډېره وخته غږ پورته کړی خو پاکستاني چارواکو قانع کوونکی ځواب نه دی ورکړی.
هغه ویلی، د لارو د بندولو بې دلیله دوام د عامو خلکو له ځورونې پرته بل هېڅ معنی نه لري.
زاخېلوال د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت او بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز سره د شنبې په ورځ خبرې کړي دي.
https://avapress.com/vdcenv8zxjh8xoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته