د ننګرهارولایت چارواکي ویلی، ددی ولایت د اچین ولسوالۍ کې د وسلهوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار ولایت کي ۴ تنو امنیتی پولیس وژل شوی دي
16 حوت 1395 ساعت 18:51
د ننګرهارولایت چارواکي ویلی، ددی ولایت د اچین ولسوالۍ کې د وسلهوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی په دی اړه وایی، په دی ولایت کې د امنیتي ځواکونو او داعش وسله والو تر منځ نښته کې له دواړو خوا ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه ویلی، چې یاد ولایت د اچين ولسوالۍ په کوشتل سیمه کې تېره شپه شا وخوا يوه بجی د داعش وسلهوالو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته شوې چې په ترڅ کې اته داعش وسلهوال وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.
خوږیاڼی وايي، ددې نښتې پر مهال ۴ سیمه ییز امنیتی پولیس وژل شوي او ۵ تنو نور ټپیان شوی دي.
د مطلب کود: 138993