کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تورخم لاره د سه شنبه په ورځ پرانستل کږي

17 حوت 1395 ساعت 16:31

د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر پرون په يوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د تورخم او سپين‎بولدک لويې دروازې د هغو کسانو لپاره پرانېستل کېږي چې په ويزه يوې بلې خواته اوښتي دي او خپلو هېوادونو ته ستنېدل غواړي.


د افغان غږ(آوا) آژآنس دخبر له مخی، په بهرنیوچارواکې د صدراعظم نوازشریف سلاکار سرتاج عزیز پرون ناوخته اسلام اباد کې افغان سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال ته ټیلیفون کړى او د پولی د پرانیستل کېدو له پرېکړې یې خبر کړى دى.
افغان سفیر زاخېلوال په دې اړه پر خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلی چې د پاکستان حکومت د مارچ پر اوومه او اتمه د هغو مسافرو لپاره د پولی پرانېستو موافقه کړې چې په پاسپورټونو او ویزو پاکستان ته راغلی او دلته بند پاتې دی.
ښاغلی زاخېلوال ویلی چې د تورخم او سپین‎بولدک د لویو لارو د عادی او بشپړې پرانیستنې په اړه لا د پاکستان له حکومت سره مثبتې نتیجې ته نه‎دی رسېدلی، خو پاکستان ته په ویزه راغلو افغان مسافرو باندې یې غږ کړى چې له موقې څخه په ګټې اخیستنې دې تیاری وکړی او د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو کې دې خپل هېواد ته ستانه شی.
په دی حال کي، د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف ويلي چې ترڅو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ګډه پوله د څارنې کلک انتظام نه‎وي شوى، دواړه هېوادونه به د ترهګرۍ له خطر سره مخامخ وي.


د مطلب کود: 139045

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139045/د-تورخم-لاره-سه-شنبه-په-ورځ-پرانستل-کږي

آوا
  https://www.avapress.com