دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۱۲
د مطلب کود : 139132
پنځلس مليونه ډالره ليلاميږي
مرکزي بانک (١٥) مليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
مرکزی بانک ویلی ده؛ د افغانستان بانک د روان کال د کب د مياشتې په ٢١ نيټه د شنبې په ورځ (١٥) مليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابرهغوصرافانواوتجارتي بانکونوته چې پخوايې يومليون ٥٠٠ زره افغانۍ يې د تضمين په ډول دافغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي؛ بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او دليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه دې دورځې په پاى کې تصفيه کړي .
هغه صرافان چې تراوسه پورې يومليونو پنځه سوه زره افغانۍدتضمين په ليلامونوکې دګډون په مقصدنه دي تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي.
د يادونې وړ بلل کيـــــږي چې دمعاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه دى، د ليلام ګټوونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول اوپه حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
يادونه: مزايده کوونکي نشي کولاى له ټولو اعلام شويو پيسو څخه په سلوکې له دريو څخه زياتې پيسې وغواړي.
https://avapress.com/vdcexo8zwjh8xzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته