کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندوز تخار لویه لار ټوله شپه د وسلوالو طالبانو په واک کې وي

21 حوت 1395 ساعت 10:53

یو شمېر سرتېري او د کندز ولایتي شورا غړي وايي، چې پولیس د مازیګر پر څلور بجو د کندوز تخار لویه لاره پریږدي او وسلوال طالبان پرې واکمنیږي.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د کندوز تخار د لویې لار سرتېری شیرین بیک وایي، د مازدیګر څلور بجې د پولیسو یو رینجر موتر د دغې لار پولیس را ټولوي، چې خپلو بارکونو ته یې ورسوي.
د کندز ـ تخار د لویې لار سرتېري پر حکومت تور پورې کوي، چې ملاتړ یې نکوي.
هغوی زیاتوي، په دې لار کې هیڅ امنیتي پوسته نده جوړه شوي او یوازې د ورځې ګزمه کوي او د شپې دغه لویه لار طالبانو ته پریږدي.
دوي وایي، چې امنیتي ځواکونه د سهار له اته بجو د مازیګر تر څلورو بجو پریادې لار ګزمه کوي.
د دغې لار لطیف نومی سرتېری وایي، د ورځې مونږ ګرځو او د شپې طالبان.
د کندز ولایتي شورا غړی صفی الله امیری هم مني، چې د کندز – تخار لویه لار ټوله شپه له وسلوالو طالبانو سره وي.
د کندوز امنیه قومندان عبدالحمید حمیدی بیا وايي، چې پولیس ټوله شپه د کندز- تخار پر لویه لار په خپلو پوستو کې وي او د لارې امنیت ساتي.
د نوموړي په وینا؛ پوستې پخوا جوړې شوي؛ خو معیاري نه وې . اوس بیا جوړې شوي او دا، چې د ورځې وو او د شپې نه؛ بې بنسټه څرګندونې دي. سره له دې به بیا هم اړوند موضوع وڅېړل شي.
له دې مخکې هم د کندز – تخار ولایت پر لویه لار مسافر اندېښمن شوي وه، چې لار ناامنه ده او وخت نا وخت د وسلوالو لخوا موټر تلاشي کیږي.


د مطلب کود: 139191

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139191/د-کندوز-تخار-لویه-لار-ټوله-شپه-وسلوالو-طالبانو-په-واک-کې-وي

آوا
  https://www.avapress.com