خوښ ديک ۰
خلیلي:

په افغانستان کې جګړه او سوله له بندون سره مخ ده

د پخواني ولسمشر مرسیتال او د سولې د عالي شورا مرستیال محمد کریم خلیلي د عبدالعلي مزاري د ۲۲ تلین په لمانځغونډه کې د امنیت په ټينګښت کې د بهرنیو ځواکونو له ناکامۍ څخه نیوکه کوي او په هېواد کې د اوسنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې کورنۍ تګلارې په رامنځته کېدو ټینګار کوي.
په افغانستان کې جګړه او سوله له بندون سره مخ ده
د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، په هېواد کې په بې‎مخینې توګه د ترهګریزو فعالیتونو او ناامنیو زیاتوالی په دغه لمانځغونډه کې اصلي اندېښنې وې.
د پخواني ولسمشر او د سولې د عالي شورا مرستیال محمد کریم خلیلي وویل:«۱۵ کاله دي چې څه باندې ۴۷ هېوادونه له خپل ټول توان او ځواک سره په افغانستان کې حضور لري،ایا په وضعیت کې ښه‎والی راغلی دی.»
په دغو مراسمو کې ګډونوال او هېوادوال سیاستوالان ملي یووالي او یو موټي والي ته رابولي.
خلیلي زیاته کړه:«دې ته په تمه نه پاتېږو چې څو درې اړخیزه جلسه جوړي،یا څلور اړخیزه،یا شپږ اړخیزه او یا هم لس اړخیزه،راځئ چې له یوه ملي او ښکلي حرکت سره هېواد د سولې او ټیګاو خوا ته بوځو.»
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم په دې اړه وویل:«باید خپله ټوله انرژي په بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو بې اتفاقۍ یا بې‎ځایه ملګرۍ کې او د یو بل په شنډولو کې مصرف نه کړو.»
پخواني جهادي مشر هم په دې اړه څرګنده کړه:«مزاري هېڅکله نه غوښتل چې د مسلمانانو په منځ کې،د سني او شیعه،هزاره او پښتون،کوم توپير شتون ولري.»
اخوا د حراست او ثبات شوار په هېواد کې د سولې او جګړې د بندون د له‎منځه وړلو لپاره د یوې مشورتي جرګې د جوړولو وړاندیز کوي.
خو د حکومت یوشمېر سیاسي مخالفان، خلکو ته مراجعه کول د سولې او جګړې د بندون د ماتېدو یوازینۍ لاره بولي.
د حراست او ثبات شورا د سیاسي کمېټې مشر محمد عمرداوود زی وايي:«د دې وخت راغلی چې خلک بېرته ملت ته مراجعه وکړي،لویه مشورتي جرګه دې جوړه کړي او خلکو ته دې رپوټ ورکړي چې په تېر حکومت کې مو څه کارونه ترسره کړي،په تېر دوه نیم کال کې مو هم قرباني ورکړئ،پاکستان ته ولاړو،خو نه پاکستان همکاري وکړه او نه طالبان مذاکرې ته حاضر شول.»
د حزب وحدت اسلامي ګوند مشر محمد کریم خلیلي په دې غونډه کې د هېواد د یوشمېر وګړو په وړاندې د سازمان شوي تبعیض یادونه هم وکړه او په حکومت کې د څوکیو په پلور او پېر هم نیوکه وکړه.
شنبی ۲۱ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۱۶
د مطلب کود: 139195 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *