د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی،
په هېواد کې په بېمخینې توګه د ترهګریزو فعالیتونو او ناامنیو زیاتوالی په دغه لمانځغونډه کې اصلي اندېښنې وې.
د پخواني ولسمشر او د سولې د عالي شورا مرستیال محمد کریم خلیلي وویل:«۱۵ کاله دي چې څه باندې ۴۷ هېوادونه له خپل ټول توان او ځواک سره په افغانستان کې حضور لري،ایا په وضعیت کې ښهوالی راغلی دی.»
په دغو مراسمو کې ګډونوال او هېوادوال سیاستوالان ملي یووالي او یو موټي والي ته رابولي.
خلیلي زیاته کړه:«دې ته په تمه نه پاتېږو چې څو درې اړخیزه جلسه جوړي،یا څلور اړخیزه،یا شپږ اړخیزه او یا هم لس اړخیزه،راځئ چې له یوه ملي او ښکلي حرکت سره هېواد د سولې او ټیګاو خوا ته بوځو.»
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم په دې اړه وویل:«باید خپله ټوله انرژي په بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو بې اتفاقۍ یا بېځایه ملګرۍ کې او د یو بل په شنډولو کې مصرف نه کړو.»
پخواني جهادي مشر هم په دې اړه څرګنده کړه:«مزاري هېڅکله نه غوښتل چې د مسلمانانو په منځ کې،د سني او شیعه،هزاره او پښتون،کوم توپير شتون ولري.»
اخوا د حراست او ثبات شوار په هېواد کې د سولې او جګړې د بندون د لهمنځه وړلو لپاره د یوې مشورتي جرګې د جوړولو وړاندیز کوي.
خو د حکومت یوشمېر سیاسي مخالفان، خلکو ته مراجعه کول د سولې او جګړې د بندون د ماتېدو یوازینۍ لاره بولي.
د حراست او ثبات شورا د سیاسي کمېټې مشر محمد عمرداوود زی وايي:«د دې وخت راغلی چې خلک بېرته ملت ته مراجعه وکړي،لویه مشورتي جرګه دې جوړه کړي او خلکو ته دې رپوټ ورکړي چې په تېر حکومت کې مو څه کارونه ترسره کړي،په تېر دوه نیم کال کې مو هم قرباني ورکړئ،پاکستان ته ولاړو،خو نه پاکستان همکاري وکړه او نه طالبان مذاکرې ته حاضر شول.»
د حزب وحدت اسلامي ګوند مشر محمد کریم خلیلي په دې غونډه کې د هېواد د یوشمېر وګړو په وړاندې د سازمان شوي تبعیض یادونه هم وکړه او په حکومت کې د څوکیو په پلور او پېر هم نیوکه وکړه.