دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۴۳
د مطلب کود : 139403
حنیف اتمر په ۳ ورځني سفر روسی ته ځي
ویلکږی، چې د افغانستان ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د پنجښنبه ورځ په یو ۳ورځني سفر مسکو ته ورسېږي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبر له مخی، شاغلی اتمر، د افغانستان، انګلیستان او پاکستان په ۳ اړخیزه امنیتي غونډه کې د ګډون لپاره لندن ته ولاړ.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار به د مارچ په ۱۶مه نېټه، د روسیې له سیاسي او امنیتي چارواکو سره د خبرو اترو په هدف له پلازمینې لندنه مسکو ته ولاړ شي.
د ملي امنیت ویاند تواب غورځنګ په دی اړه ویلی، ښاغلی اتمربه په پلازمېنه لندن کې، په هغه ناسته کې ګډون وکړي، چې د روان میلادي کال د مارچ میاشتې پر پنځلسمه نېټه د افغانستان، انګلیستان او پاکستان د ملي امنیت سلاکاران پکې، د افغانستان او سیمې د امنیتي وضیعت په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي سیاسي کړکيچ د حل لارو په اړه خبرې کوي.
ښاغلي غورځنګ زیاتیوی، چې دې سفر کې به اتمر د روسیې د دفاع او بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم په دوه اړخیزو مسئلو خبرې وکړې.
https://avapress.com/vdcfx1dymw6dmja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته