کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

صدیق صدیقي د حکومت د رسنیو په مرکز کې د رییس په توګه دنده پیل کړه

29 حوت 1395 ساعت 11:40

د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند صدیق صدیقي د حکومت د رسنیو په مرکز کې د رییس په توګه نوې دنده پیل کړه.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د ولسمشرۍ سرپرست ویاند سید شاه حسین مرتضوي دغه ریاست ته د نوموړي د ورپېژندلو پر مهال وویل، چې په هېواد کې د تاوده جنګ تر څنګ تبلیغاتي جنګ د دښمنانو په له منځه وړلو کې ستره ونډه لري.
د حکومت د رسنیو مرکز رییس صدیق صدیقي وايي، چې هڅه به وکړم، چې دا مرکز د هېواد د رسنیو پر ستر خبري مرکز واړوم.
صدیق صدیقي له دې مخکې د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس او د دې وزارت ویاند و، چې نن( کب ۲۸) د حکومت د رسنیو مرکز رییس ټاکل شوی دی.


د مطلب کود: 139510

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139510/صدیق-صدیقي-د-حکومت-رسنیو-په-مرکز-کې-رییس-توګه-دنده-پیل-کړه

آوا
  https://www.avapress.com