دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۰
د مطلب کود : 139510
صدیق صدیقي د حکومت د رسنیو په مرکز کې د رییس په توګه دنده پیل کړه
د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند صدیق صدیقي د حکومت د رسنیو په مرکز کې د رییس په توګه نوې دنده پیل کړه.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د ولسمشرۍ سرپرست ویاند سید شاه حسین مرتضوي دغه ریاست ته د نوموړي د ورپېژندلو پر مهال وویل، چې په هېواد کې د تاوده جنګ تر څنګ تبلیغاتي جنګ د دښمنانو په له منځه وړلو کې ستره ونډه لري.
د حکومت د رسنیو مرکز رییس صدیق صدیقي وايي، چې هڅه به وکړم، چې دا مرکز د هېواد د رسنیو پر ستر خبري مرکز واړوم.
صدیق صدیقي له دې مخکې د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس او د دې وزارت ویاند و، چې نن( کب ۲۸) د حکومت د رسنیو مرکز رییس ټاکل شوی دی.
https://avapress.com/vdcezo8z7jh8xni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته