دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 139550
امنیتي چارواکي په دنده کې پاتې راغلي باید له دندو لیرې شي
مشرانو جرګې په پلازمېنه او ولایتونو کې د ناامنیو له کبله امنیتي چارواکي د یکشنبې په ورځ د پوښتنو لپاره ورغوښتي وه؛ خو حاضر نه شول.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د مشرانو جرګې غړی ګل احمد اعظمي وايي، چې امنیتي چارواکي په دندو کې پاتې راغلي او ولس ته ښکاره ځواب نه لري او په همدې لامل غونډې ته حاضر شوي نه دي.
د مشرانو جرګې غړې نیبه مصطفی زاده په ډاګه کړې، چې ټول امنیتي چارواکي ویده دي او هېوادنیو ګټو ته رښتیني او وفادار هم نه دي؛ ځکه، نو خپله دنده د خلکو او هېواد لپاره تر سره کولی نشي.
د مشرانو جرګې غړی زلمي زابلي په بشپړ ټینګار ویلي، چې یوازې د ۴۰۰ بستریز روغتون موضوع نه وه، بلکې نورې موضوعګانې هم وې، چې امنیتي مسوولین مو ناستې ته راغلي وای؛ ځکه ، نو درې واړه امنیتي چارواکي په خپلو دندو کې ناکام دي او باید له دنده لیرې شي.
د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلمیار وايي، چې سخت دریځې ډلې د خپلو بادارانو پر لارښوونه هڅې کوي، چې د افغانستان حالات ګډوډ کړي؛ نو، ځکه په هېواد کې د افغان پوځ کلک ملاتړ ته بشپړه اړتیا ده.
د مشرانو جرګې غړي ټينګار کوي، چې روان امنیتي حالات د اندېښنې وړ دي او حکومت باید د چارو د کابو کولو لپاره ګټور ګامونه پورته کړي.
https://avapress.com/vdciw3azut1apw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته