کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمند کی د انتحاری برید له امله ۲۲ تنه ټپیان او ووژل سو

2 حمل 1396 ساعت 9:59

د هلمند محلی مقامات د هیواد په جنوب کی وایی چی یو انتحاری عامل د ځان سره د چاودیدونکی توکو ډک موټر سره ځان ته د ګرشک په ولسوالی کی چاودنه ورکړه او د هغه په نتیجه کی ۸ تنه د امنیتی ځواکونو څخه ووژل سو او ۱۴ تنه نور ټپیان سو.


د آوا د خبرګزاری له مخی، دا تروریستی برید د وړمی ورځ په شپی ۹ بجو په شاوخوا د هلمند ولایت ګرشک ولسوالی مربوطه ساحه کی ترسره سو.
د ګزارشونو په اساس دا تروریستی برید هغه ترسره سو چی امنیتی خاص قطعی ځواکونه په امنیتی پوسته کی د دریدلو موټرونو د تلاشی په حال کی وو.
تر اوسه هیڅ ډله ددی تروریستی برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستۍ.
د هلمند ولایت د هیواد جنوب ولایتونو د ناامنو ولایتونو څخه دی چی په هغه کی هر وخت طالبان او نور تروریستی ډلی انتحاری او تهاجمی بریدونه د افغانستان امنیتی ځواکونو په وړاندی ترسره کوی.


د مطلب کود: 139597

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139597/په-هلمند-کی-د-انتحاری-برید-له-امله-۲۲-تنه-ټپیان-او-ووژل-سو

آوا
  https://www.avapress.com