دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 139597
په هلمند کی د انتحاری برید له امله ۲۲ تنه ټپیان او ووژل سو
د هلمند محلی مقامات د هیواد په جنوب کی وایی چی یو انتحاری عامل د ځان سره د چاودیدونکی توکو ډک موټر سره ځان ته د ګرشک په ولسوالی کی چاودنه ورکړه او د هغه په نتیجه کی ۸ تنه د امنیتی ځواکونو څخه ووژل سو او ۱۴ تنه نور ټپیان سو.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، دا تروریستی برید د وړمی ورځ په شپی ۹ بجو په شاوخوا د هلمند ولایت ګرشک ولسوالی مربوطه ساحه کی ترسره سو.
د ګزارشونو په اساس دا تروریستی برید هغه ترسره سو چی امنیتی خاص قطعی ځواکونه په امنیتی پوسته کی د دریدلو موټرونو د تلاشی په حال کی وو.
تر اوسه هیڅ ډله ددی تروریستی برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستۍ.
د هلمند ولایت د هیواد جنوب ولایتونو د ناامنو ولایتونو څخه دی چی په هغه کی هر وخت طالبان او نور تروریستی ډلی انتحاری او تهاجمی بریدونه د افغانستان امنیتی ځواکونو په وړاندی ترسره کوی.
https://avapress.com/vdcjhhevauqetiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته